- مطابق
خبر:
په هندوستان کې کارګران وېره لري، چې په راتلونکو ۲۱ ورځو ګرځبندیز کې به دوی د کرونا ویروس په وسیله نه، بلکې د لوږې له لاسه مړه شي. پر دوی یې ورځنی عاید درېدلی، ورځني ګټونکي او عاید ترلاسه کوونکي د هېواد په سرتاسري ګرځبندیز کې وزګار شوي او دوی په ښارونو او کلیو کې په ډېرو تنګو او سختو شرایطو کې ایسار پاتې دي.
د دغه هېواد د مالیې وزیر نیرمالا سیتارامن له بېوزلو او ورځنیو کارګرو سره د خپلو مرستو اندازه اعلان کړه. دغه مرستې د عمومي بښنې تر نامه لاندې ۱،۷لکه کروړه دي چې دا به په راتلونکو دریو میاشتو کې د هند د نفوس له دریو څخه دوو ته ورکول کېږي، په یادو مرستو کې به پنځه کیلو ګرامه وریجې یا غنم او غوړي ورکول کېږي. خلک له دې اندازې څخه زیاتو موادو ته اړتیا لري؛ ځکه چې دوی له یاد ګرځبندیز څخه مخکې هم یادو شیانو ته اړتیا درلوده.
تبصره:
د هندي دولت له ناڅاپي ۲۱ ورځني ګرځبندیز سره سم د خلکو ترمنځ د ژوندي نه پاتې کېدو وېرې خپرې شوې دي. دغه ګرځبندیز د ډېری خلکو لپاره د کرونا ویروس په پرتله د لوی تشویش سبب شوی دی. له وېرېدلو خلکو سره دا پوښتنه پیدا کېږي چې د هند دولت به له ځینو اساسي اداري او مدیریتي ادارو پرته د ۱،۳میلیارده خلکو ژوند څنګه وساتي، په ځانګړي ډول هغه خلک چې په دغه ګرځبندیز کې د خپل ژوند د لومړنیو موادو د برابرولو وړتیا نه لري. د کارګرانو د نړیوالې ادارې په وینا، د هندوستان ۹۰٪ خلک په غیر رسمي ادارو کې د زراعت، امنیتي ګارد، صفاکارۍ، رېکشا، دست فروشي، کثافاتو ټولولو او کورونو پاکولو په برخو کې په دندو بوخت دي. دا په لویو او کوچنیو ښارونو سربېره په کلیو کې د خلکو په ژوند اغېزې لري. په کوچنیو ښارونو او کلیو کې خلک کولای شي چې د لږو سرچینو په لرلو سره د خپل ژوند ستونزې حل کړي، خو په لویو ښارونو کې د غیر رسمي ادارو کارکوونکي پرته له کار څخه یوه ورځ هم ژوند نه شي کولای.
له هر اړخیزو سیاسي فشارونو وروسته د هند دولت له خلکو سره د ۱،۷لکه کروړه مرستې اعلان وکړ او د دغو مرستو توزېع په ځینو ښارونو کې پیل شوې ده. په لومړي سر کې دولت ۱۵۰۰۰کروړه مرستېله خلکو سره اعلان کړې وې، خو ځینو ژورنالېستانو او سیاسي شنونکو پر دې ټینګار وکړ چې دولت باید ۱،۴لکه د تېلو د اضافي مصرف روپۍ هم د یاد بحران لپاره وسپموي.
خو ستونزه دا ده چې د دولت د توزېع سیستم نه شي کولای چې غریبو او ځپل شویو خلکو ته مرستې ورسوي؛ ځکه چې دوی پخپله د دغو مرستو اصلي ګټه اخلي. دوی د نورو هېوادونو د کووېډ-۱۹د ناورینونو له بندیزونو څخه په پټو سترګو تقلید کوي، د هندوستان دولت دغه بندیز د یاد ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره وضع کړ، خو په داسې ناڅاپي پرېکړو کې که زیان کوونکو خلکو ته پام ونه شي، نو د ټولنې په بېلابېلو برخو به بد اغېز ولري.
د هند په ډېریو ښارونو کې به خلک د کمزوري اقتصاد له امله د ویروس نه، بلکې د لوږې له کبله مړه شي؛ دولت د چین او نورو غربي هېوادونو په څېر، د زیاتو ناروغانو لپاره په پوره ډول بستریزې ودانۍ او نورې وړتیاوې نه لري.
په داسې بحرانونو کې د سختو ناروغیو له کبله روغتیایي خدمتونو ته پاملرنه نه کول د پانګوالۍ د سیستم لویه او ښکاره بدمرغي ده. د پانګوالۍ په سیستم کې د بودجې ډېره برخه د مهمو سکټورونو لکه، د روغتیا سکټور پر ځای په بانکونو مصرفوي. د پانګوالۍ سیستم د ژوند مهمو برخو لکه په روغتیایي برخو کې د سامانونو پرمختګ ته پاملرنه هم نه کوي، لکه د تنفس هغه الې چې د سږیو د ناروغۍ په وخت کې ترې ګټه اخیستل کېږي. بالاخره د پانګوالۍ نظام طبیعت دا دی چې د خلکو اړتیاوو ته پاملرنه ونه کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي:
«فَالْإِمَامُ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»
(البخاري)
ژباړه: هر امام د خپل رعیت سرپرست او مسوول دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د منهج پر بنسټ له خلافت پرته خلک واقعاً چې د یتیم په څېر دي. دا یوازې مسلمانان دي چې د بشریت د امنیت لپاره دعوت کوي، د ستونزو لپاره حل لاره لټوي او د سرپرست (خلافت) چې ۹۹کاله مخکې د ۱۳۴۲هجري کال د رجب په ۲۸مه له منځه تللی و، د بیا راتګ لپاره یې هڅې کوي او دا هم یوازې مسلمانان دي چې د اسلام د حاکمیت د سیستم د بیا تاسیس لپاره د الله سبحانه وتعالی د لارښوونې سره سم کار کوي، تر څو له کمزور څخه ساتنه وکړي، د ناروغانو درملنه وکړي چې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت پرځای کړي. راتلونکی خلافت به د هند په څېر هېوادونو ته عملاً وښیي چې خپل هر وګړي ته جدي پاملرنه وکړي.
[وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا]
ژباړه: او تاسې مو منځنی امت وګرځولی تر څو تاسې پر خلکو باندې شاهد وی او د الله سبحانه وتعالی رسول پر تاسې باندې شاهد وي.
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته
لیکوال: بهرودین ابن شمسدین